https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
افغانستان ولسي يا خصوصي پوهنتونونه
تړونى کاپي کاپي شو
هغه پوهنتونونه چې لیوال ډیجیټل پوهنتون ورسره د ډیجیټل همکارۍ لپاره په اړیکه کې دى. يادونه: پورتني نومونه او مالومات موږ له دولتي ادارو څخه ترلاسه کړي، که کوم نوم ناسم وي، هيله ده د پوهنتون څښتن خپل پروپايل جوړ او خپل مالومات دلته تازه کړي. کولاى شئ د خپل پوهنتونه پروپال هروخت تازه کړئ، غوره به لا دا وي چې خپل سکالرشپونه او نور دلته خپاره کړي چې خلک يې پر يوځاى پيدا کړي. ويل کېږي چې په ګران هېواد افغانستان کې تر دې دمه د لوړو زده کړو وزارت سره ټولې ۱۴۰ خصوصي تحصيلي ادارې ثبت دي او د فعاليت جوازونه لري. له دې جملې څخه ۲۵ پوهنتونونه او ۱۱۵ د لوړو زده کړو مؤسسې دي. د یوې تحصيلي ادارې لخوا د پوهنتون يا لوړو زده کړو مؤسسې نوم کارولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري جلا شرایط او معيارونه وضع شوي دي. تر دې دمه يوازې ۶۲ خصوصي تحصیلي ادارې چې د ټولو ثبت شويو تحصيلي ادارو (۴۴) سلنه کيږي، د تضمين کيفيت او اعتبار اخستنې په مختلفو پړاوونو کې بريالۍ شوي دي. له دې جملې څخه تر دې دمه ۲۵ خصوصي تحصيلي ادارې په لومړۍ مرحله کې او ۳۱ په دويمه مرحله کې بريالۍ شوي دي. د ۱۴۰ خصوصي تحصيلي ادارو له جملې څخه یوازې شپږو يا ۴ سلنه تحصيلي ادارو بشپړ اکاډميک اعتبار ترلاسه کړی دی.
پليکه
0