دلېري او مخامخ زدکړو ترکيبي نوښت چې د دوديزو او نويو لارو او وسيلو پرمټ ترلاسي وړ، اسانه او ارزانه لوړې زدکړې په هروخت او هرځاى کې برابروي.
د لېوال ډيجيټل ښوونځي تر بريالتوب وروسته چې له وړکتون څخه تر ١٢ ټولګي پليکه او بېليکې ښوونځي اسانتياوې په هېواد او نړۍ کې برابروي. د ښوونځي سيسټم پربنسټ موږ د لېوال ډيجيټل پوهنتون پيل کړ. د پوهنتون لپاره اوس موږ په کدرونو جلبولو او ښووندود يا نصاب جوړولو لګيا يو. ويبځاى کې زدکړيالانو څخه غواړو چې نومليکنې سره د خپلې اړوند رشتې او زدکړو په اړه غوښتنه وکړي چې موږ يې برابرې کړو.
ددې لپاره چې په زغرده نجونو لپاره د لوړو زدکړو اسانتاوې برابرې کړو. نو اړينه مو وګڼله چې په هېواد کې شته پوهنتونو سره په همغږى کار وکړو. د شته پوهنتونو زدکړې پليکه يا انلاين کولو کې د لېوال زدکړو مديريت سيسټم مرسته وکړو. اوس موږ ډېرو پوهنتونو سره په اړيکه کې يو او هڅه کوو چې دوى لېوال ډيجيټل پوهنتون سره ملګرى پوهنتون شي او يا د خپل پوهنتون لپاره د لېوال زدکړو مديريت سيسټم وړيا وکاروي.