https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ډيجيټل زدکړې يوازې پليکه يا انلاين ته نه وايي
2023-01-02 لمريز 1401-09-12
ډېرى داسې انګيري چې ډيجيټل زدکړې، يانې پليکه يا انلاين زدکړې. خو پليکه زدکړې يو ډول د ډيجيټل زدکړو دى. پرته له انټرنټ ډيجيټل زدکړې يې بل ډول دى چې موږ لېوال ډيجيټل ښوونځي کې جوړ ې کړ‌ې. موږ د اړوند ټولګي ټول درسي توکي او ښوونيزه منځپانګه (ويډيو، غږ، پډي ايپ او نور اسناد) ډيجيټل کړي او هغه مو په يو ځانګړي ترتيب کې "لېوال زدکړو مديريت سيسټم" کې اچولي، دغه سيتسم وروسته له نومليکنې اړوند د ښوونځي اداري کس ته دا وړتيا ورکوي چې تازه منځپانګه او ځانګړى پروګرام يا اپليکشن د زدکوونکي کمپيوټر يا ګرځند ته کاپي کړي.

دغه پروګرام پرته له انټرنټ پرلپسې لوستونه زدکوونکي ته راولي، که کوم زدکوونکي ستونزه ولري د اړوند لوست څخه له ټاکلو لارو لکه واټساپ، بريښناليک، مسنجر او نورو ښوونځي څخه مرسته غوښتلاى شي. کله چې زدکوونکى لوستونه بشپړ کړي، نو زدکوونکي خپل کمپيوټر يا ګرځند انټرنټ سره نښلوي، پروګرام د هغه د زدکړو تاريخچه مرکزي سيسټم ته لېږدوي چې د ارزونې لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.

نور زدکونکى مخامخ يا حضوري ډول ازموينو لپاره په ټاکلې موده ښوونځي ته راځي او ازموينه ورکوي. که بريالى شو بل ټولګي ته ځي.

زموږ په اند دغه لار ټول محترم پوهنتونونه پرمخ وړلاى شي چې خپلو زدکړيالانو ته په کور زدکړې ورکړي او ازموينې ته يې راوغواړي. پوهنتونونه کولاى شي خپل سيسټم ورته برابر کړي او يا هم د خپلو زدکوونکو لپاره "لېوال زدکړو مديريت سيسټم" وکاروي.
نجونې له ښوونځیو منع شوې، موږ له وړکتون تر دولسم lds.liwal.com وړیا ديجيټل زدکړو #لېوال_ښوونځى جوړ کړ. اوس ښځې په پوهنتونونو کې منع شوې، اړتیا ده چې د ښوونځي په ډول ldp.liwal.com #لېوال_پوهنتون څخه ژر وړیا لوړې زدکړې پیل کړو، له ټولو اکاډمیکو هستيو څخه هيله لرو چې د#لېوال_پوهنتون اکاډمیک مشرتابه برخه شي او مرسته وکړي.

د ښځينه ډيجيټل زدکړو لپاره، موږ ټولو افغان پوهنتونو ته وړيا د زدکړو مديريت سيسټم او ويبځاى ورکوو ترڅو د لېوال ډيجيټل ښوونځي په ډول خپل مضامين، ښوونديال، زدکړيالان راجسټر کړي، د ډيګريانو او کورسونو ښوونيزې منځپانګې سمبال کړي او زموږ يا خپل ويبځاى څخه د انټرنټ په مرسته او يا هم د ګرځند ځيرک ټليپون او کمپيوټر څخه د ځانګړو پروګرامونو او ښوونيزې منځپانګې کاپي کولو سره زدکړيالانې يا محصلانې پرته له انټرنت په کور زدکړې وکړي.

د تجربې لپاره لاندې د پوهنتون څښتن خپل پروپايل جوړولو لپاره نومليکنه تڼۍ ته ټک ورکړئ او يو کس د روزنې لپاره موږ ته د راپېژندلو په موخه دنده ورکړئ چې خپل پرويايل جوړ او غوښتنليک برخه کې وليکي چې روزنه غواړي، د نورو مالوماتو لپاره اړيکه وکړئ. (تړې يا شرتونه لري)
پروپايل جوړکړئ
تړاو کاپي کاپي شو

دلېري او مخامخ زدکړو ترکيبي نوښت چې د دوديزو او نويو لارو او وسيلو پرمټ ترلاسي وړ، اسانه او ارزانه لوړې زدکړې په هروخت او هرځاى کې برابروي. د لېوال ډيجيټل ښوونځي تر بريالتوب وروسته چې له وړکتون څخه تر ١٢ ټولګي پليکه او بېليکې ښوونځي اسانتياوې په هېواد او نړۍ کې برابروي. د ښوونځي سيسټم پربنسټ موږ د لېوال ډيجيټل پوهنتون پيل کړ. د پوهنتون لپاره اوس موږ په کدرونو جلبولو او ښووندود يا نصاب جوړولو لګيا يو. ويبځاى کې زدکړيالانو څخه غواړو چې نومليکنې سره د خپلې اړوند رشتې او زدکړو په اړه غوښتنه وکړي چې موږ يې برابرې کړو. ددې لپاره چې په زغرده نجونو لپاره د لوړو زدکړو اسانتاوې برابرې کړو. نو اړينه مو وګڼله چې په هېواد کې شته پوهنتونو سره په همغږى کار وکړو. د شته پوهنتونو زدکړې پليکه يا انلاين کولو کې د لېوال زدکړو مديريت سيسټم مرسته وکړو. اوس موږ ډېرو پوهنتونو سره په اړيکه کې يو او هڅه کوو چې دوى لېوال ډيجيټل پوهنتون سره ملګرى پوهنتون شي او يا د خپل پوهنتون لپاره د لېوال زدکړو مديريت سيسټم وړيا وکاروي.
0