https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ملاتړ وکړئ
لېوال ډيجيټل پوهنتون پرته له پيس وړيا لوړې زدکړې ورکوي، د پوهنتون چارو، ښوونيزې منځپانګې پنځونې او درسي توکو لپاره موږ ستاسې، ملاتړ، ملتيا او مرستو ته اړتيا لرو.

تر اوسه د ښاغلي نور رحمان لېوال، کورنۍ، کمپنيو او لېوال بنسټ په تخنيکي او مالي لګښت د پوهنتون لاندې چارې ترسره شوي چې زدکړيالانو ته وړيا زدکړې برابرې کړي:
١- پوهنتون ويبځاى، جوړول، ساتل او تازه کيږي
٢- زدکړيالواو ښوونديالو پليکه نومليکنې سيسټم جوړ شوئ، تراوسه ١٥ ښوونديالو د مخابراتو، کمپيوټر، کيميا، محاسبه، ودانيو، روزنه، سياست او حقوقو برخه کې ليسانس په کچه زدکړو لپاره پګړوال شوي او شاوخوا ٣٠ نومليکنه کړې او د خپلو پروګرامونو په خپرولو کار کوي.
٣- زدکړو مديريت سيسټم د ډيګريو، کورسونو، لوستونو لپاره په پښتو، دري او انګريزي ژبوکې پليکه له ويبځاى او پرته له انټرنټ څخه د انډرويډ ځيرک ټيليپون، وينډوز او لينيکس چليدونکو وسيلو لپاره برابر دى.
٤- ډيجيټل ښوونيزه منځپانګه، ښوونديال د خپلو ډيګريانود ښووندود لپاره، ليکنې، ښوونيزې ويډيوګانې باندې کار کوي چې ډېري يې .
لاندې چارو لپاره پور، ملاتړ، ملتيا او مرسته ته اړتيا ده
١- لسګونو زدکړيالو اسنادو کره کول غواړي. پوهنتون ددوى د اسنادو کره کولو لپاره امکانات نه لري. د نومليکنې مرستيالان پکار دي چې دزکړيالو نومليکنه بشپړه او اسناد يې له اړوند ادارو څخه کره کړي.
٢- د ځانګړې ازموينې څاروتوب سپاچې جوړولو لپاره، د پوښتنو او ځوابونو بانک، هر پړاو (چپټر)،ښووندود دوره (سمستر) او ديګري پاى لپاره ازموينې پکار دي. څاروتوبګر مرستيال په کار دي چې د اړوند ښوونديالو په مرسته د ازموينو پوښتنې او ځوابونو جوړوي او ازموينې به څاري.
٣- لږترلږه لس کسه مسلکي ژباړن، پښتو، دري او انګريزي لپاره پکار دي چې له ښوونديالو سره مرسته وکړئ، د هغوي ليکچرونه راټول، وژباړي او د پوهنتون زدکړو مديريت سيسټم ته يې واچوئ ترڅو د پوهانو وخت وژغورل شي.
٤- د ويډيوي او ګڼچارو رسنيو ښوونيزې يا انيميشن ښوونيزې منځپانګې لپاره څلورګڼچارورسنيو پنځوال مرستيالان په کار دي چې دښوونديالو ښوونې ريکارډ کړي او هغو څخه ويديو يا انيميشن جوړ کړي. .
ددغو چارو لپاره د اټکل له مخي شاوخوا ١٥ ميليونه افغانيو ته اړتيا ده. موږ د هرچا مالي او ځاني مرستي ته اړتيا لرو، همدارنګه موږ حسنه پور پرته له ګټي چې لږترلږه لس کاله وروسته ادا کول غواړي هم هرکلى کوو.که لېوال ډيجيټل ښوونځي ژرترژره پورتنى پانګه ترلاسه کړي نو په يو کال کې لږترلږه له يو ميليون څخه لاډېرو زدکوونکو ته په هېواد او نړۍ کې وړيا زدکړي په کور برابروي.
په دويم کال به لېوال پوهنتون د نومليکني،ازموينو او د اړوند زدکړيال د دندى لومړى نيمه تنخا اخيستلو له لاري ددې جوګه شي چې پور ادا کړي.
پوهنتون ژمنه کوي چې د تل لپاره پرته له پيس وړيا زدکړې ورکوي. خو د پايښت، او د پوهنتون نومليکنه، ازموينو او بريليکونو له چارو له ناوړه کارولو د مخنيوي لپاره به ډېر لږ لګښتونه اخيستل کېږي. دنورو مالوماتو لپاره لاندي بوديجه وګورئ او د ملاتړ، ملتيا او مرستې لپاره موږ سره اريکه وکړئ.
0