https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ارګجه روزنپوهنه
ښوونکو ارګجه روزنپوهنې کورس    English
2022-10-16
د پوهنې وزارت وايي، کلیو کې د ښوونځیو ودانۍ او ښوونکو نشتون يې بنسټيزه ستونزه ده. زموږ په اند ښوونځيو او ښوونکو نشتون حل ډيجيټل زدکړې دي.

د ښوونکو بيړنۍ روزنې برخه کې که د #لېوال_ښوونځي او #لېوال_پوهنتون ته ورته نوښتونه خپل کړل شي نو هېوادوال به کور په کور لوستي شي او هم به د کتاب چاپولو، ښوونځيو ودانولو او ښوونکو روزلو لپاره د بوديجې برابرولو اړتيا له منځه ولاړه شي.

هېواد کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل لپاره لېوال ډيجيټل پوهنتون غواړي ارګجه روزنپوهنه يا Blended Pedagogy کې د ښوونکو لپاره کورس جوړ کړئ. ټول هېوادوال او د افغانستان خواخوږي چې د پوهنې برخه کې کار کوي همکاري ته رابولو.

لېوال پوهنتون پليکه د ښوونکو د نومليکنې سيسټم، د کمپيوټر او ځيرک ټليپون لپاره د زدکولو پليکه او بيلېکې پروګرامونه، پليکه ازموينې اخيستلو اسانتياوې لري. دغه اسانتياوې د هېواد هره برخه کې هرچاته دا وړتيا ورکوي چې هرچېرې وي د ښوونکو ارګجه روزنپوهنه يا Blended Pedagogy کورس کې ونډه واخلي.

موږ د زدکړې او روزنپوهنې برخې پوهانو همکارۍ ته اړتيا لرو، هيله د کورس منځپانګې برابرولو لپاره ددې ليکنې لاندې، زموږ همچار شئ تڼۍ ټه ټک ورکړئ يا هم خپلو تجربو او مرستو شريکولو لپاره اړيکه وکړئ.
په درنښت

نور رحمان لېوال
لېوال پوهنتون بنسټګر او پنځګر
#نرلېوال
#لېوال_پوهنتون
#BlendedPedagogy
#ارګجه_روزنپوهنه
زموږ همچار شئ
0