نجونې له ښوونځیو منع شوې، موږ له وړکتون تر دولسم lds.liwal.com وړیا ديجيټل زدکړو #لېوال_ښوونځى جوړ کړ. اوس ښځې په پوهنتونونو کې منع شوې، اړتیا ده چې د ښوونځي په ډول ldp.liwal.com #لېوال_پوهنتون څخه ژر وړیا لوړې زدکړې پیل کړو، له ټولو اکاډمیکو هستيو څخه هيله لرو چې د#لېوال_پوهنتون اکاډمیک مشرتابه برخه شي او مرسته وکړي.
د ښځينه ډيجيټل زدکړو لپاره، موږ ټولو افغان پوهنتونو ته وړيا د زدکړو مديريت سيسټم او ويبځاى ورکوو ترڅو د لېوال ډيجيټل ښوونځي په ډول خپل مضامين، ښوونديال، زدکړيالان راجسټر کړي، د ډيګريانو او کورسونو ښوونيزې منځپانګې سمبال کړي او زموږ يا خپل ويبځاى څخه د انټرنټ په مرسته او يا هم د ګرځند ځيرک ټليپون او کمپيوټر څخه د ځانګړو پروګرامونو او ښوونيزې منځپانګې کاپي کولو سره زدکړيالانې يا محصلانې پرته له انټرنت په کور زدکړې وکړي.
د تجربې لپاره لاندې د پوهنتون څښتن خپل پروپايل جوړولو لپاره نومليکنه تڼۍ ته ټک ورکړئ او يو کس د روزنې لپاره موږ ته د راپېژندلو په موخه دنده ورکړئ چې خپل پرويايل جوړ او غوښتنليک برخه کې وليکي چې روزنه غواړي، د نورو مالوماتو لپاره
اړيکه وکړئ.
(تړې يا شرتونه لري)