https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
زموږ هېواد کې زدکړې د اقتصادي، دوديزيو او سياسي ستونزو بيا بيا ښکار شوي، دغو ستونزو څخه د وتلو لپاره نويو ډيجيټل لارو څخه پليکه يا انلاين او بېليکې يا اپلاين ډول زدکړو ته مخ کول دي. موږ له لسيزو د پرانيستو او ډيجيټل زدکړو په اړه هڅاند يو چې هېواد کې بشپړه قانوني بڼه خپله کړي.

موږ وړکتون څخه تر دولسم ټولګي لېوال ډيجيټل ښوونځى جوړ کړ چې هېواد او نړۍ کې هېوادوالو ته وړيا زدکړې ورکوي. دا چې اوس د ښځينه زدکړيالانو، زدکړې په پوهنتونونو کې منع شوې نو اړينه مو وګڼله چې د لېوال ډيجيټل ښوونځي تجربې او اسانتياوې د هېواد ټولو قدرمنو پوهنتونونو سره شريکې کړو او هم د ډيجيټل زدکړو په اړه د همغږي او همکاري رامنځته کولو لپاره تاسې ته د لاندې بلنې او وړانديز وياړ ولرو.

هيله ده د همغږۍ او تجربو شريکولو لپاره د واټساپ ګروپ "آموزش ډيجيتل زدکړې" ته زموږ ځانګړې بلنه ومنئ.
https://chat.whatsapp.com/FE34z2pjqTIIEfTcK7wRm7 د خپل پوهنتون ډيجيټل زدکړو په اړه تجربې او وړانديزونه شريک کړئ او د نورو له پرمختګونو څخه خبر شئ.

همدارنګه د لېوال ډيجيټل ښوونځي د تجربې پربنسټ د بېلګې په ډول موږ ldp.liwal.com لېوال ډيجيټل پوهنتون جوړ کړئ چې هغه کې مضامين، استادان، زدکړيالان راجسټر کېداى شي، ښوونيزې منځپانګې سمبالولو څخه وروسته له ويبځاى څخه د انټرنټ په مرسته او يا هم د ګرځند ځيرک ټليپون او کمپيوټر څخه د ځانګړو پروګرامونو او ښوونيزې منځپانګې کاپي په مرسته زدکړيال يا محصل پرته له انټرنټ په کور زدکړې کولاى شي.

ستاسې محترم پوهنتون کولاى شي زموږ له اسانتياوو وړيا ګټه پورته کړي، موږ وړيا د زدکړو مديريت سيسټم او ويبځاى درکوو (تړې يا شرتونه لري). که تاسې تر دغه غوره اسانتيا لرئ هيله ده موږ او نورو سره يې شريکه کړئ.

په درنښت

نور رحمان لېوال
liwal@liwal.com
ldp.liwal.com
0093798254925
00971559254925
#LetHerLearn #edtech #LiwalUniversity

0